اروزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي

content_admin
Thu, Oct 15 2020 1:02 PM
اروزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي
۲۴ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د اروزګان په ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د ساتنې او خوندیتوب په پار د ۷۲ پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چاري یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دغو پروژو کې د پیازو ۵۰ او د کچالو پنځه صفرانرژۍ زېرمتونونه او د انارو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او پر کروندګرو د سبو او مېوو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې د بزګرانو په لس سلنې او د کرنې وزارت په ۹۰ سلنې ونډې سره پلي کیږي.
د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲ میلونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې به یې په راتلونکي دوو اونیو کې بشپړې شي.
ددې برنامې له لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوي ده؛ دغه پروژې د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کرنیزو حاصلاتو ته په کتو کروندګرو او بڼوالو ته جوړیږي، چې په جوړېدو سره یې د حاصلاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS