د کرنې وزارت سرپرست: د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د تمویل د غځولو په موخه نړیوال بانک ته د واړندیز په پار بشپړ دلایل او طرحې چمتو شي

content_admin
Tue, Sep 29 2020 3:28 PM
د کرنې وزارت سرپرست: د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د تمویل د غځولو په موخه نړیوال بانک ته د واړندیز په پار بشپړ دلایل او طرحې چمتو شي
۸ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې مشر ډاکټر عثمان صافی او ددې پروژې کارکوونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سره د یوې غونډې په ترڅ کې ددې پروژې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، تر چتر لاندې سیمو او د پروژې د بودیجې په هکله مالومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه په ۲۰۱۳ ام زېږدیز کال کې خپل کار پیل کړ او ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۰ام کال تر پایه، پای ته ورسیږي.
دغه پروژه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ارزښتناکې پروژې پلي کول او مالدارانو او بڼوالو سره فني او روزنیزې همکارۍ کوي.
بڼوال او مالداران تل ددې پروژې له چوپړونو خوښ او راضي دي.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د مشر ډاکټر عثمان صافی له خوا د یادې پروژې په هکله د مالوماتو له وړاندې کولو وروسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیز ډاکټر انوارالحق احدي، ددې پروژې چارواکو ته سپارښتنه وکړه، تر څو د نړیوال بانک له خوا ددې پروژې د تمویل د غځولو په پار خپلې طرحې او دلیلونه چمتو کړي، چې هغوی ته وړاندې شي.
ښاغلی احدي وويل، چې د پروژې په هکله باید د نړیوال بانک اندېښنې بررسي او له منځه ولاړ شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS