د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژو ته د نورستاني بزګرانو هیلې

mail-admin
Tue, Sep 15 2020 11:46 AM
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژو ته د نورستاني بزګرانو هیلې
 
۲۵ وږی ۱۳۹۹
پارون د نورستان ولایت مرکز دی، چې ډېری اوسیدونکي یې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې ولایت د مرکز پارون او نورو سیمو د بزګرانو دملاتړ په پار د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د ۱۴ نویو پروژو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چارې یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي: «د نورستان د بزګرانو لپاره د کچالو ۱۴ زېرمتونونه جوړولو چې رغنیزې چاري یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي، دغه زېرمتونونه هر یوه یې د څه باندې ۱۵ ټنه کچالو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې په ټولیزه توګه به ددې ولایت ۲۲۰ مټریک ټنه کچالو په کې خوندي شي.»
د ښاغلي نسیمي په خبره دغه پروژې ددې ولایت د هغو بزګرانو د ملاتړ په پار پلي کیږي، چې د کچالو کرکېله کوي. د نورستان په ولایت کې تر ډېره د کچالو کرکېله کیږي، په همدې موخه په دې ولایت کې بزګرانو لپاره د کچالو زېرمتونونه جوړیږي، ترڅو د دوی محصولات خوندي او عواید یې ډېر شي.
د نورستان د کرنې رییس وویل، چې د زېرمتونونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.
د نورستان ولایت بزګران د یادو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او هرکلۍ یې کوي، د دوی په خبره په تېرو کلونو کې د زېرمتونونو د نشتون له وجې د دوی د کچالو محصولات خوساکېدل او یا په ډېره ټیټه بیه پلورل کېدل. دوی اوس خوښ دي، چې د دوی دمحصولاتو لپاره سړې خونې جوړیږي او هیله مند دي، چې ددغو سړوخونو پرمټ به ددوی محصولات خوندي او په مناسب وقت او مناسبه بیه به وپلورل شي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS