د سوېل لویدیځ زون د کرنې ریاست یوشمېر مسلکي کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
Mon, Sep 07 2020 2:52 PM
د سوېل لویدیځ زون د کرنې ریاست یوشمېر مسلکي کارکوونکي وروزل شول
 
۱۷ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ د سویل لویدیځ زون د پنځو ولایتونو «هملند، کندهار، زابل، نیمروز او ارزګان» د کرنې ریاستونو مسلکي کارکوونکو ته د «جيآی‌اس» د زده کړې درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته وسېد.
په دغه روزنیز پروګرام کې د یادو ولایتونو د کرنې ریاستونو مسلکي کارکونکي د ولایتونو اقلیمي شرایط، د اوبو سرچینو، د خاورې ډولونه، د تودوخې بدلون، رطوبت، د بارانونو کچه، څړځایونو، ځنګلونو، للمي ځمکې، اوبیزې ځمکې او نور اړونده مهمو برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
د یاد روزنیز پروګرام کډون کوونکي اوس کولای شي، چې په یادو برخو او د شمېرو د ټولولو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او په راتولونکې کې د خپلو اړوندو ولایتونو پلانونو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
ددې روزنیزې برنامې موخه د کرنې وزارت د ولایتي کارکوونکو وړتیا لوړل او په یادو برخو کې د شته ستونزو هوارول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS