د سوېل زون په څلورو ولایتونو کې د یوزر او ۴۶۹ نویو کرنیزو پروژو چارې روانې دي

mail-admin
Sat, Sep 05 2020 2:00 PM
د سوېل زون په څلورو ولایتونو کې د یوزر او ۴۶۹ نویو کرنیزو پروژو چارې روانې دي
 
بزګر(دهقان) اوونیزې، عبدالواسع خان‌زاده
د هېواد د سوېل زون په څلورو ولایتونو «کندهار، زابل، ارزګان اوهلمند» کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د یوزر او ۴۶۹ نویو کرنیزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي. په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه، د تازه مېوو لپاره سړې خونې او ممیزخونې جوړول او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو د پروسس لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۱۰۱۰ پروژو چارې پیل شوې وې، تر ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې دغه پروژې د کندهار ښار ترڅنګ ددې ولایت د ارغنداب، ژېړۍ، دامان، پنجوایي، شاولیکوټ، تخته پل، ارغستان، سپین بولدک او مېوند ولسوالیو کې د زرګونه ټنه مېوو اوسبو د ساتنې په وړتیا سره جوړیږي.
سید حفیظ الله سیدي وویل: «کندهار کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۱۰۱۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۹۱۱ یې ممیزخونې، ۵۲ د انارو لپاره سارک سړې خونې، د کچالو څلور زېرمتونونه او ۴۳ نور یې د مېوو او سبو د ساتنې په پار زېرمتونونه دي، چې ددغو پروژو د یوشمېر هغو رغنیزې چارې تر ۴۰سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
ښاغلی سیدي زیاتوي: «کندهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل ددې ترڅنګ چې د کندهاري بزګرانو او بڼوالو کرنیز توکي خوندي ساتي، ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزې راکموي، د عوایدو کچه یې زیاتوي او ترڅنګ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.»
په همدې حال کې هغه کندهاري بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې، ممیزخونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو پروژو د پلي کېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسب زېرمتونونو، سړوخونو او ممیزخونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ یو تن بزګر عبدالکریم وایي: «د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل کولای شي، چې دکندهار ولایت د بڼوالو او بزګرانو مېوې او سابه په خپلو سیمو کې خوندي او د خوڅاکېدو مخه یې ونیسي.»
په ورته وخت کې؛ د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، په دې ولایت کې چې د ۲۰۲پروژو چارې پیل شوې وې، ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د زابل ولایت دکرنې چارسمبال مشر صفت الله نبي زاده وویل، چې دغه پروژې د زابل ولایت په مرکز کلات، او ددې ولایت په شاجوی او شهرصفا ولسوالیو کې پلي کیږي.
ښاغلی نبي زاده وویل: «زابل کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۲۰۲ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې ممیزخونې او دوه نور یې د مڼو لپاره سارک سړې خونې دي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
د زابل ولایت دمرکز کلات یو تن بزګر شاه جهان وایي: «د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل کولای شي، چې د زابل ولایت د انګورو بڼوالو انګور په خپلو سیمو کې خوندي او د خوڅاکېدو مخه یې ونیسي.»
دغه راز د ارزګان په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۵۷ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې، رغنیزې چارې یې څه باندې ۱۵ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ارزګان ولایت دکرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې دغه پروژې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ترڅنګ ددې ولایت په ولسوالیو کې هم پلي کیږي.
ښاغلی خیري وویل: «ارزګان کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۵۷ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د پیازو ۵۰ زېرمتونو نه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼې لپاره دوه سارک سړې خونې دي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې څه باندې ۱۵ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
په همدې حال کې د ارزګان ولایت هغه بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو او زېرمتونونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسبو سړوخونو او زېرمتونونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د یادو ولایتونو ترڅنګ دهلمند په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۸۵ پروژو چارې روانې دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې ۱۸۵ کرنیزې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د۱۵۵ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې ۳۲ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي. ددغو ممیزخونو په جوړولو کې یو زر او ۸۵ ماهر او غیر ماهرو کسانوته د کار زمينه هم برابره شوې ده. ددغو ممیزخونو ترڅنګ په دې ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه پروژې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې پلي کیږي.
باید وویل شي، چې په ټول هېواد کې بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي. په ټول هېواد کې د یادو پروژو د پلي کېدو موخه، د کرونا ویروس له امله د صادراتو او وارداتو د ممنوعیت په پار د کرنیزو محصولاتو له خوڅا کېدو څخه مخنیوي او دغه راز په هېواد کې د کاري فرصتونو برابرول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS