د هلمند د جوارو سږنۍ حاصلات نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسیږي

mail-admin
Thu, Sep 03 2020 8:53 PM
د هلمند د جوارو سږنۍ حاصلات نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسیږي
 
۱۳ وږی ۱۳۹۹
هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تورمۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي.
د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې ولایت په ۳۷ زره او ۲۳۵هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به ۱۸۹زره او ۸۹۸ ټنه جوار تر لاسه شي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»
د هلمند جوار د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري. د هلمند ولایت د غلو دانو د منډوي د ازادو کاروباریانو او سوداګرو په وینا؛ له هلمند څخه هره ورځ سلګونه مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي، چې هلمند کې د جوارو د پروسس لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې زمینه برابره کړي، تر څو ددې ولایت جوارو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د غوړیو تولید او د حیواني خوراکې چمتو کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS