هلمند کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې

mail-admin
Mon, Aug 31 2020 9:51 PM
هلمند کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې
 
۱۰ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دلومړي ځل لپاره په ازمایښتي ډول ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په یوه شنه خونه کې د الویرا بوټي کرل شوې، چې پایله یې ډېر ښه او مثبت ارزول شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د الویرا کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.
د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د الویرا ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې دود کړي، ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS