د کرنې وزارت کاپیسا کې ۱۷۷ نوي پروژې پلي کوي

mail-admin
Sat, Aug 22 2020 8:57 PM
وزارت زراعت ۱۷۷ پروژه جدید در کاپیسا تطبیق می‌کند
 
۱ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاپیسا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې ۱۷۷ نوي کرنیزې پروژې په لاره اچولي، چې ددغو پروژو د یوشمېر هغو چارې پر مخ تللي.
د کاپیسا د کرنې رییس همایون حبیب وایي: «کاپیسا کې ۱۷۷ کرنیزې پروژې پلي کیږي. په دغو پروژو کې ۱۹۹ ممیزخونې، د پیازو ۴۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ زېرمتونونه او د مېوو ۱۲ سړې خونې جوړول او ۵۰ لمریز دستګاوې وېشل شامل دي. دغه پروژې سیمې او اقلیم ته په کتو انتخاب شوي او چارې یې روانې دي.»
ښاغلی حبیب وویل، چې دغه پروژې د بزګرانو او بڼوالو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي په پار په لاره اچول شوي دي، چې له یوې خوا بازار مدیریت شي او بلخوا د بزګرانو عواید زیات شي.
په تېرو کلونو کې د بزګرانو محصولات په ټيټه بیه پلورل کېدل او یاهم د سړوخونو د نشتون له وجې خوساکېدل. خو د نویو پروژو په لاره اچول کولای شي، چې ددغې ستونزې مخه ونیسي.
دغه پروژې، چې د کاپسا ولایت د مرکز محمودراقي په ګډون ددې ولایت د لومړی حصه، دویم حصه، کوه بند، نجراب او تګاب په ولسوالیو کې پلي کیږي، ټولیز لګښت یې ۱۲۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
په همدې حال کې د کاپیسا ولایت بڼوال او بزګران د دغو پروژو د پلي کېدو هرکلۍ کوي او وایي، چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره به د دوی د عوایدو کچه څو چنده زیاته شي.
د کاپیسا د مرکز اړوند د احسان دکلي یو تن بزګر رازمحمد وایي: «نږدې یوه میاشت کیږي، چې د پیازو دزېرمتون د جوړولو چارې مې پیل کړئ دی، سږکال مې په درې جریبه ځمکه کې پیاز کرلي دي، د کاپیسا د کرنې ریاست د همدې پیازو د ساتنې په پار موږ ته د پیازو زېرمتون جوړوي، په تېرو کلونو کې مو د خپلو کروندو حاصلات ډېر ژر خرڅول، ځکه چې خوساکېدل، اوس چې د غه زېرمتون جوړیږي، خپل حاصل زېرمه کوو کله چې بیه یې لوړې شي بیایې خرڅوو. تېرکال مو د پیازو حاصل زر منه وه، چې هر من مو له ۵۰ افغانیو په ټیټه بیه خرڅ کړل. د بازار د نشتون له وجې یوه اندازه یې خوساشول، که سړه خونه وه، داسې نه کېده. انشاءالله سږکال یې هر من له ۱۰۰تر ۱۵۰ افغانیو خرڅوو.»
په هېواد کې نوي کرنیزې پروژې په لاره اچول، هېوادوالو لپاره ښه کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.
سیدرحمان هغه کارکوونکی، چې د پیازو د یوې زېرمتونه په رغولو کې په کار بوخت دی وایي: «لس ورځې کیږي، چې په دې زېرمتون کې کارکوم، د ورځې ۳۵۰ افغانۍ اخلم، پنځه کسان په کې کارکوو، په پام کې لرم، چې له دې پیسې سره یوه اندازه نوره پیسې هم یوځای کړم او د مالدارۍ سوداګري پیل کړم.»

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS