کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی

mail-admin
Sat, Aug 22 2020 2:34 PM
کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی
 
۱ وږی ۱۳۹۹
کندهار چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لاغوړېدا په پار د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ هم کوي.
د کندهار د مالدارۍ دترویج مدیرانجنیر محمدالله نوري، چې سږکال تر دې دمه ددې ولایت د شاتو مچیو له ۵۷ فارمونو څخه نږدې ۲۸ ټنه شات راټول شوي دي.
ښاغلی نوري وویل، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی او په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې ګڼې پروژې هم پلي شوي دي. د نوري په خبره اوس مهال په دې ولایت کې د شاتو درې زره او ۹۵۰ کورنۍ تر روزنې لاندې دي، چې له یادو کورنیو څخه پنځه ډوله شات په لاس راځي، چې مشهور هغه یې د ریحانو شات دی.
په کندهار کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ کندهار ته راوړي دي چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو راټولولو او خرڅلاو لپاره په داسې سیسټم هم کار کړئ، چې له بېلابېلو فارمونو څخه شات راټول او په بازار کې یې هټیوالو ته په ټیټه بیه او غوره کیفیت سره ورکوي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې سبب شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS