په ۱۸ ولایتونو کې د اوبو د کنټرول په پار د ۲۰۰ وړو چکډمونو رغنیزې چارې روانې دي

mail-admin
Mon, Aug 17 2020 3:33 PM
په ۱۸ ولایتونو کې د اوبو د کنټرول په پار د ۲۰۰ وړو چکډمونو رغنیزې چارې روانې دي
 
۲۷ زمری ۱۳۹۹
د هېواد په ۱۸ ولایتونو «کابل، دایکندي، پکتیا، بلخ، سرپل، سمنګان، بدخشان، تخار، فاریاب، ننګرهار، کونړ، لغمان، غور، خوست، پکتیکا، ارزګان، بادغیس او زابل» کې چې د ۱۳۹۹ یم مالي کال په پل کې د اوبو د کنټرول په پار د ۲۰۰ وړو چکډمونو د رغولو چارې پیل شوې وې رغنیزې چارې یې ۲۰ سلنه بشپړ شوي او ټاکل شوې، چې د روان کال تر پایه یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو چکډمونو رغول په هېواد کې د اوبولګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا او بیارغونې له لارې په کلنۍ ډول د ۵۰ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو په طرحه کې شامل دي.
دغه راز د ننګرهار او جوزجان په ولایتونو کې هم د یوزر او ۷۹۰ مټره استنادي دېوالونو او د اوبولګولو کانالونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۲۰ سلنه بشپړ شوي دي. ټاکل شوې ده، چې د دغو دېوالونو او کانالونو رغنیزې چارې به هم د روان مالي کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لوګر، خوست، پکتیا او جوزجان په ولایتونو کې د مېوو د بڼونو د خړوبولو په پار د اوبو د ۱۷ زېرمو جوړول او دغه راز د کابل، غزني، لوګر، پکتیا، بلخ، سمنګان، بغلان، بدخشان، تخار، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، غور، خوست، کندهار او زابل په ولایتونو کې د مېوو د بڼونو د خړوبولو په پار ۱۰۰ لمریز واټر پمپ دستګاوې پېرل او وېشل په هېواد کې د اوبولګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا او بیارغونې له لارې په کلنۍ ډول د ۵۰ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو په طرحه کې شامل دي.
د اوبو د ۱۷ زېرمتونونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۴۰ سلنه او د لمریز واټر پمپونو د پېرلو لړۍ ۲۰ سلنه پشپړ شوي دي.
ټاکل شوې، چې دغه برنامې د روان مالي کال تر پایه بشپړ شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS