د بادام‌باغ د نندارتون په سیمه کې د دوو ودانیو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Aug 13 2020 4:44 PM
کار ساخت دو ساختمان در محل نمایشگاه بادام‌باغ آغاز شد
 
۲۳ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بادام‌باغ د کرنیزو نندارتونونو د جوړېدو په سیمه کې د ودانیزو چارو د پراختیا په دوام داځل ددې سیمې رسټورانټ او تشنابونه د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړوي.
ددغو ودانیو د بنسټ اېښودلو په غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالهادي رفیعي وویل: «د بادام‌باغ د نندارتونونو د سیمې یوه کمۍ د معیاري رسټورانټ او تشناب نه شتون وه، چې ګټې اخیستنې ته د دغو تشنابونو او رسټوارنټ به سپارلو سره یاده ستونزه هواریږي.»
هغه زیاته کړه: «ددغو ودانیو په جوړېدو سره په دې سیمه کې جمعه‌بازار جوړېدو ته زمینه برابریږي، چې هېوادوال وکولای شي په مستقیمه توګه د جمعې په ورځ له دې بازار څخه کرنیز محصولات ترلاسه کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصی سکټور مشر حبیب‌الله حبیبي هم وویل: «رسټورانټ او تشنابونه ددې لپاره جوړیږي، چې موږ وکولای شو په دې سیمه کې ملي او نړیوال نندارتونونه په لاره واچوو او په دې سیمه کې د کورنيو او سیمه ییزو سوداګرانو، تولیدکوونکو او متشبثینو شاهدان وسو.»
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د نندارتون ګډونوالو لپاره د لا اسانتیاوو برابرولو په پار د بادام‌باغ د نندارتون په سیمه کې ګډونوالو ته د سیورې ځایونه جوړ کړي او دغه راز د بادام‌باغ د نندارتون سیمې ته دتګ د سړکونو د پاخه کولو چارې هم پیل کړي دي، چې کارونه یې روان دي.

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS