د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند له والي سره وکتل

mail-admin
Thu, Aug 06 2020 8:32 PM
د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند له والي سره وکتل
۱۶ زمری ۱۳۹۹
د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري، د خپل کار په دفتر کې د هلمند له والي محمدیاسین خان سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواو د هلمند په ولایت کې پر لویو پروژو، د زمین‌داورکانال او د موسی کلا د اوبو د بند په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د یادو پروژو د سروې پر پړاوونو او د وروستي ډیزاین پر چمتو کولو خبرې اترې وشوې.
د هلمند والي محمد یاسین خان په دې ولایت کې د کرنې وزارت له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د کب روزنې د پروژو د پلي کېدو او د وړو شنوخونو د جوولو غوښتونکی شو، چې د کرنې وزارت د سرپرست د تأیید وړ وګرځېدل.
د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري دغه راز د هلمند له والي څخه وغوښت چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د چټک او روڼ پلي کېدو په برخه کې دې همکاري وکړې، د هلمند والي په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې دغه راز د هلمند په ولایت کې پر راتلونکو برنامو بحث او په دې ولایت کې د مالدارۍ او غلودانو په برخه کې پر لاډېر تمرکز ټینګار وشوه.
دوی په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بزګرانو پر وخت د اصلاح شوي تخمونو په وېش هم ټینګار وکړل.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS