پکتیا کې د واټر شیډ جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Jun 27 2020 10:38 PM
پکتیا کې د واټر شیډ جوړولو چارې پیل شوې


۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د میرزکې ولسوالۍ د جنت ګل اډې کلي په غرنۍ سیمه کې د واټرشیډ جوړولو عملي چارې پیل شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د میرزې ولسوال محمد حکیم وزیري، د کرنې ریاست استازي او یوشمېر سیمه ییز چارواکي شتون درلود.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد واټر شیډ، چې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر له خوا په ۴۱ هکټاره ځمکه کې جوړیږي، په کې ټرینجونه او واړه چکډمونو جوړول شامل دي. ددې ترڅنګ ددې پروژې له لارې به په یاده سیمه کې د مېوه لرونکو ونو ۸۰۰ نیالګي کېنول شي، دغه ارز د رشقې ۵۰ کیلو، د شاخلو ۵۰ کیلو او د زېرې لس کیلو تخمونه او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو او بې مېوو ونو تخمونه هم وکرل شي. د چارواکو په خبره ددې پروژې په پار د مثمر اوغیر مثمرو نیالګیو نیم جریبه قوریه هم جوړیږي.
د یاد واټرشیډ د منظم خوړوبولو په پار په لمریز برېښنا سمبال د اوبو یوه زېرمه هم جوړیږي تر څو اړونده سیمې خوړوبه کړي.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په پلي کولو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابریږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS