پکتیکا کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
Thu, Jun 18 2020 8:19 PM
پکتیکا کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي
 
۲۹ غبرګولی ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیکا ولایت د مرکز په کډون ددې ولایت د خیرکوټ، جانخیل، متاخان، اورګون او سروبي ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکرحقیار وایي، چې ددې ولایت د مرکز په کډون د خیرکوټ، جانخیل، متاخان، اورګون او سروبي ولسوالیو کې د زعفرانو شپږ ننداریزې قطعې جوړیږي. د ښاغلي حقیار په خبره د یادو ننداریزو قطعو د هرې نیم جریبه قطعې د جوړولو په پار پر بزګرانو د زعفرانو ۵۰۰ کیلو پیاز، تقویتي سره او دزعفرانو د ګل ټولولو توکي ووېشل شول.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شیربادشاه ارګوني په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست کړنې وستایلې او په بزګرانو يې غږ وکړ چې د زعفرانو روزنې، پالنې او ساتنې ته جدي پام وکړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د پکتیکا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS