د ۶۳۴.۶ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

content_admin
Wed, Jun 17 2020 9:29 AM
پرداخت ‌۶۳۴.۶ میلیون قرضه زراعتی منظور شد

۲۸ غبرګولی ۱۳۹۹
د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د 
کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۶۳۴.۶میلیونه 
کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړل.
په ټوله کې درې مورده پورونه تایید شول، چې یو مورد یې یوې مالی موسسې پورې 
اړه لری، چې د پنځو کلونو لپاره ده او هر کال د هېواد په اتو ولایتونو کې 
څه باندې زر تنه بزګران ورڅخه برخمن کیږي. دویم مورد یې د خوراکي توکو د 
تولید د یوې فابریکې اړونده ده، چې د پور له پیسو څخه به د ماشین الاتو او 
اوړو په پېرلو کې ګټه واخیستل شي. د تایید شوي پورونو درېیم مورد، یو سیلو 
پورې تړلې ده، چې د پور له پیسو څخه د اوړو د تولید په پار غنم پېرل کیږي.
دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې 
غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پور 
د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ په مشری او د کرنې د پراختیا صندوق د 
چارواکو په شتون کې په لاره واچول شوه.
د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور درې غوښتنې 
معرفي کړل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ 
معلومات ور کړل.
د کرنې د پراختیا صندوق چې ددې پور ورکوونی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو 
کې یې بزګران نه دي هېر کړي او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه 
په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، 
اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د 
ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو 
بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۱.۲ میلیارډه افغانۍ پور منظور 
او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د 
غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو 
او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، 
مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۶ میلیارډه 
افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۲ زره او ۷۷۲ 
بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ 
مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او 
ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.
 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS