د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ بغلان او نورستان کې د ۴۴۴  کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, May 17 2020 1:08 PM
د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ بغلان او نورستان کې د ۴۴۴  کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛
بغلان او نورستان کې د ۴۴۴  کرنیزو پروژو چارې پیل شوې
۲۸ غویی ۱۳۹۹
د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې په بغلان او نورستان کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت له خوا په یادو دوو ولایتونو کې ۲۱۱ میلیونه او ۲۹۲ زره او ۴۵۲ افغانیو په لګښت ۴۴۴  پروژې پلی شي. 
بغلان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۲۰۲  او ۶۷۵ زره او ۲۷۰ افغانیو په لګښت د ۴۳۰ پروژو د پلي کېدو چارې پرون رسماً پیل شوې.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په بغلان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، د پیازو او کچالو  ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار پنځه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د بغلان  پر یوشمېر  بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
د نورستان په ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې چارې رسماً پیل شوې.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې ددې برنامې په اډانه کې د نورستان بزګرانو لپاره د اته میلیونه او ۶۱۷ زره او ۱۸۲ افغانیو په لګښت  د کچالو ۱۴زېرمتونونه جوړیږي، چې د ۲۲۰ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري.
د نورستان د کرنې رییس وویل، چې د زېرمتونونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
په ورته وخت کې د نورستان والی حافظ عبدالقیوم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې  په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS