خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۵۰ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

user-admin
Thu, May 14 2020 8:06 PM
خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۵۰ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې


۲۵ غویی ۱۳۹۹
د خوست په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۹۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۵۰ پروژو د پلي کېدو چارې رسماً پیل شوې.
ددغو پروژو په پیل غونډه کې، د خوست والي محمدحلیم فدایي، ددې ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، بزګران او بڼوال شتون درلود.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په خوست ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، د پیازو او کچالو ۲۲۰ زېرمتونونه جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو ۳۰وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، پر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
د خوست د کرنې ریاست وایي، چې دیادو پروژو په پلي کېدو سره دوه زره او ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي او په یاو سړوخونو کې به دوه زره او ۴۵۰ ټنه پیاز او کچالو وساتل شي.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت یوتن بزګر سیدالله وویل، چې تر دې مخکې بزګران له ګڼو ستونزو سره مخ ول او د کرنیزو توکو د فصلونو د ټولولو په موسم کې د دوی سابه په ټېټه بیه پلورل کېدل او نورو هېوادونو ته صادرېدل او په ژمي کې به بېرته خوست ولایت ته واردېدل، چې بیې به یې ډېرې لوړې او بزګران به له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول.
هغه د کرنې له وزارت  نه مننه وکړه، چې د بزګرانو لپاره اسانتیاوې برابروي. سیدالله وویل، چې د پیازو او کچالو د زېرمتونو په جوړولو سره به د بزګرانو کرنیز تولیدات خوندي شي او بزګران به له اقتصادي زیانونو په امن وي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه د کرنې وزارت له خوا چمتو او د ولسمشر محمداشرف غني او عالي اقتصادي شورا له خوا منظور شو.
دغه طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS