د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار؛ اروزګان کې د ۵۲ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

user-admin
Wed, May 13 2020 5:18 PM
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار؛ اروزګان کې د ۵۲ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار؛
اروزګان کې د ۵۲ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې
۲۴ غویی ۱۳۹۹
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د اروزګان په ولایت کې د ۵۲ نویو کرنیزو پروژو چارې نن ددې ولایت والي او سیمه ییزو چارواکو په شتو کې پیل شوې.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د اروزګان د کرنې رییس احمد شاه خیري وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ۵۲ پروژې پلي کيږي.
د اروزګان د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
په ورته وخت کې د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې  د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د اروزګان ولایت اوسیدونکو لپاره یو  ښه فرصت دی او په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS