زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پیل سره ۱۵۰ ممیز خونې جوړیږي

mail-admin
Tue, May 12 2020 9:57 PM
زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پیل سره ۱۵۰ ممیز خونې جوړیږي

۲۳ غویی ۱۳۹۹

په زابل ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د ممیزخونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شو.

ددغو پروژو د عملي چارې د پیل په غونډه کې، د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو، بزګران او بڼوال شتون درلود.

د زابل ولایت بڼوال او بزګران په دې باور دي، چې د یادو پروژو پلي کېدل د دوی د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل کیږي.

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادو بنسټونو جوړول د بزګرانو او بڼوالو د قتصادي ودې لامل کیږي او د کرنیزو تولیداتو عمر زیاتوي.

د زابل د کرنې ریاست وایي، چې دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

د زابل د کرنې ریاست زیاتوي په دغو جوړېدونکو بنسټونو کې د ۱۵۰ بابه ممیزخونو جوړول شامل دي.

زابل هغه ولایت دی، چې په لویه کچه انګور تولیدوي او په دې ولایت کې د ممیزخونو په جوړولو سره به د یادو محصولاتو زیاته برخه له خوساکېدو او ضایع کېدو څځه وژغورل شي او د انګورو بڼوالو اقتصاد به ورسره وغوړیږي.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت دپروژې برنامه چې په ټول هېواد کې پلی کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.

بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS