پکتیکا کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا

user-admin
Tue, May 12 2020 11:23 AM
۲۳ غویی ۱۳۹۹

۲۳ غویی ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله ښه پایله ورکړې  او بزګر یې له حاصلاتو خوښ دي.
په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره ددې ولایت د مرکز ښرنه د نوي سرې کلا کلی او سیدونکی محمدآصف په خپله ځمکه کې د ځمکني توتانو کرکېله کړی، چې حاصل یې د قناعت وړ دی. 
محمدآصف له ایټالیا څخه ځکمني توتان راوړي او په امتحاني ډول روزلې وه، چې ښه پایله یې ورکړې وه. محمدآصف وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو ښه پایلې ته په کتو اوس یې د ځمکني توتانو ۸ زره نیالګي کرلي دي او د کال څلور فصله ورکوي، چې ۴۰۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي. محمدآصف وایي، چې دا مېوه په بازار کې ډېره کمه او تقاضا ورته ډېره ده او په بازار کې په ښه بیه  خرڅیږي. محمدآصف وایي، په پام کې لري، چې راتلونکې کې په نورځمکو کې هم ځمکني توتان وکري. هغه په نورو بزګرانو د ځمکني توتانو نیالګي هم خرڅوي، چې د ځمکني توتانو کرکېله په دې ولایت کې دود او کروندې یې زیاتې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS