هلمند کې د شفتالو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو

user-admin
Mon, May 11 2020 6:28 PM
هلمند کې د شفتالو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو


۲۲ غویی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او د کمیت او کیفیت له پلوه یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند په ۱۰۳ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې په في هکټار د ۱۶ ټنه حاصلاتو په اټکل سره ددې ولایت د شفتالو سږنۍ حاصلات به ۱۶۴۸ مټریک ټنه وي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي،  بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه  سارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
 د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د هلمند کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS