په څلورو نورو ولایتونو کې هم د «کرنیزو محصولاتو دمدیریت» د پروژې چارې پیل شوې

user-admin
Thu, May 07 2020 10:16 AM
په څلورو نورو ولایتونو کې هم د «کرنیزو محصولاتو دمدیریت» د پروژې چارې پیل شوې


۱۸ غویی ۱۳۹۹
د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د پروژې چارې تر کابل، هرات او دایکندي وروسته پرون د کندهار، پکتیا، بامیان او لوګر په ولایتونو کې هم پیل شوې.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې پرون د کندهار ولایت د مرکز اړوند د کوکران په سمیه کې ددې ولایت والي حیات الله حیات او یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د کندهار والي حیات الله حیات ددې ولایت د کرنې د ودې او د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه: «د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د کندهار ولایت اوسیدونکو لپاره یو بل ښه فرصت دی او ممیزخونو،  زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د کندهار ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري .» د کندهار والي وویل، چې د کندهار ولایتي اداره د کرنیزو توکو د پیاوړتیا ترڅنګ هغو ته د بازار موندنې لپاره ژمن دی او په روان کال کي به په ټولو دولتي قراردادونو کي کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات لکه پیاز، کچالو، انار، انګور او داسې نور مېوې او سابه د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
پکتیا:
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې عملي چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پرون د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د بالا دې به کلی پیل شو.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی.
دغه راز سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول او پر وخت د معقولو تابیاوو نیول وستایل او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و. 
ښاغلی کټوازی وویل: «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي، خو د یادو سړو خونو په جوړولو سره به تر ډېره د محصولاتو په ضایع کېدو کې کموالۍ راشي.»
په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد په خپلو خبرو کې د ولسونو په استازيتوب د کرنې وزارت ددې طرحې له جوړېدو او عملي کېدو او په دې برخه کې د ولسمشر له ځانکړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ زیاته يې کړه چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره مل د هېواد د کورنیو تولیداتو د ساتنې لپاره همدا ډول سړو خونو جوړولو ته اړتیا وه.
بامیان:
په بامیان کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې د عملي کېدو چارې په هغه غونډه کې، چې د بامیان والي او ددې ولایت سیمه ییزو چارواکو شتون درلود پیل شو.
د بامیانو والي محمدطاهر زهیر ددې ولایت د کرنې د ودې په برخه کې د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه: «د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د بامیان ولایت اوسیدونکو لپاره یو بل ښه فرصت دی او ممیزخونو،  زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د بامیان ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري .» د بامیانو والي وویل، حکومت برنامه لري او هلې ځلې کوي، چې په اوسني بحراني شرایطو کې بزګران او کلیوال خلک زیانمن نه شي.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات لکه پیاز، کچالو، مڼه، زردالو او سابه د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
لوګر: 
لوګر کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې د عملي کېدو چارې هم ددې ولایت والي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وویل، چې دغه پروژه ددې ولایت په مرکز پل علم، او د برکي برک، خوښی، څرخ او محمدآغې په ولسوالیو کې پلي کیږي.
د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی یادې پروژې د لوګر بزګرانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلل.
د لوګر یو قومي مشر او بزګر محمداوود مېلمه د کرونا په پېر کې د کرنې وزارت له فعالیتونو څخه مننه وکړه او د لوګر ولایت د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړېدل هم د هغو پروژو برکت وبلل، چې مخکې په دې ولایت کې پلي شوي ول او د نورو پروژو د پلي کېدو غوښتونکی شو.
دغه راز د لوګر والي محمدانور خان اسحق زی په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر روڼتیا خبرې وکړې ترڅو د لوګر بزګران او ځمکوال په سمه او لویه کچه له دغو پروژو څخه ګټه پورته کړي. هغه دغه پروژې د بزګرانو د اقتصادي کچې په لوړولو او د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په پار ښه فرصت وبلل.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان او لوګر کې پیل شوې.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS