کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې

user-admin
Thu, May 07 2020 10:08 AM
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې


۱۸ غویی ۱۳۹۹
په کندهار ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره پرون ددې ولایت د والي، د حکومتي ادارو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کېښودل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د کندهار ولایت مرکز د کوکران په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په موخه جوړه شوې وه، د کندهار والي حیات الله حیات ددې ولایت د کرنې د ودې او د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه: «د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د کندهار ولایت اوسیدونکو لپاره یو بل ښه فرصت دی او ممیزخونو،  زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د کندهار ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري .» د کندهار والي وویل، چې د کندهار ولایتي اداره د کرنیزو توکو د پیاوړتیا ترڅنګ هغو ته د بازار موندنې لپاره ژمن دی او په روان کال کي به په ټولو دولتي قراردادونو کي کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله سیدي هم دې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات لکه پیاز، کچالو، انار، انګور او داسې نور مېوې او سابه د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي او ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS