د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال شکردرې ته په سفر کې

mail-admin
Tue, May 05 2020 2:26 PM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال شکردرې ته په سفر کې

د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال شکردرې ته په سفر کې:

کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي

۱۶ غویی ۱۳۹۹

په هغه غونډه کې، چې د کابل والي، د کابل یوشمېر ولسوالانو، د پراختیایي شوراګانو یوشمېر غړي او بزګرانو په شتون کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه حشمت‌الله غفوري د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د طرحې او د کرنې وزارت د نوي پروژو په هکله چې کابل لپاره ځانګړې شوي دي خبرې وکړې.

ښاغلي غفوري وویل ټاکل شوې، چې د کابل په هغو سیمو کې چې ډېر انګور تولیدیږي، په کافي اندازه ممیزخونې جوړې شي.

په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: «کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي، چې ددې طرحې پلي کېدل له ضایعاتو څخه ۵۰ سلنه مخنیوي کوي.»

دغه راز په دې غونډه کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل: «د کرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې پر وخت یې تابیاوې ونیول، دغه طرحه فوق‌العاده اغېزې در لودای شي.»

دغه راز یوشمېر ولسوالان او د پراختیایي شوراګانو رییسان پوښتنې درلود چې د ښاغلي غفوري له خوا د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS