پکتیا کې د دویمې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Apr 29 2020 10:53 AM
پکتیا کې د دویمې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې


۱۰ غویی ۱۳۹۹
د پکتیا ولایت د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې بلې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد سړې خونې د جوړولو چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې نږدې لس ورځې وړاندې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي دي.
دغه سړه خونه چې د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې جوړیږي د بنسټ ډبره یې د سلا کار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی له خوا د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځی، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او د سیمې مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.
د پکتیا والي شمیم خان ګټوازي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، د پکتیا د خلکو غوښتنه وه، چې ورته لویې سړې خونې جوړې شي، چې له نېکه مرغه د ولسمشر د ځانګړې لورینې له مخې دادی په دې ولایت کې د دوو سترو سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې یو یې د پکتیا په مرکز ګردیز او بل یې دلته د احمداباد په ولسوالۍ کې جوړیږي.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، دغه سړه خونه چې د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د ملي پراختیا شرکت له خوایي د جوړلو چارې پرمخ وړل کیږي د جوړولو چارې یې د کامپلیکس په بڼه، د پکتیا ولایت د احمداباد په ولسوالۍ کې پیل شوې. ددې سړې خونې د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.
تر دې وړاندې په دې ولایت کې دپیازو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه  د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې، خو په دې ولایت کې د یادو دوو سترو سړوخونو تر جوړېدو وروسته به ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو ډېرشمېر ستونزې هوارې شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، چې ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره هره ورځ یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.
د افغانستان دولت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو درې اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو او تر هغه وروسته د پروان، میدان وردګ، فاریاب، لوګر، غزني او تخار په ولایتونو کې هم د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS