کندهار کې سږ ۳۷ سوداګریزې شنې خونې رغول شوي دي

mail-admin
Mon, Apr 20 2020 1:27 PM
کندهار کې سږ ۳۷ سوداګریزې شنې خونې رغول شوي دي


۱ غویی ۱۳۹۹
كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د  اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې د سبو کرکېله وکړي او د هېواد نورو ولايتونو ته هم سابه او ترکارۍ صادر کړي.
د كندهار د بزګرو د خولې خبره ده چې پخوا به یې سابه د ژمي په موسم كې له كوټې او چمن څخه رااړوله، خو اوس دغه واردات بند شوي دي. كندهاريان وايي، خوشاله دي چې اوس د پاكستاني خوسا شويو تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه كورونو ته وړي.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رایاست چارواکي وایي، چې د نورو وړو شنوخونو ترڅنګ سږ کال ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۷ سوداګریزې شنې خونې هم جوړې شوي دي، چې د بزګرانو په عوایدو کې مثبتې اغېزې لري.
د کندهار اوسیدونکي خوشاله دي، چې هېوادوال يې د سبو په برخه كې د بسيا كېدو پرخوا روان دي. دوی وایي: «مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.»
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د کندهاریانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي. 
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS