غزني کې د لومړني سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شو

mail-admin
Sat, Apr 18 2020 5:37 PM
کار نخستین سردخانه بزرگ در غزنی شروع شد


۳۰ وری ۱۳۹۹
د لومړي ځل لپاره د غزني په ولایت کې ددې ولایت د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې ستر او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارسمبال عبدالولي کوچى وایي، چې ددې سړې خونې د جوړولو چارې د کامپلیکس په بڼه، نن د کرنې ریاست اسټراټیژیکو زېرمو ته نږدې د علي باباصاحب په دښته کې پیل شو. ددې سړې خونې د جوړولو چارې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له خوا پرمخ وړ کیږي. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.
تر دې وړاندې په دې ولایت کې د کچالو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه  د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبال عبدالولي کوچى وایي، چې ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره د ورځې ۲۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.
مڼه، انګور، زردالو، بادرنګ، رومي بانجان او کچالو د غزني ولایت تر ټولو عمده سابه اومېوې دي، چې ټاکل شوې په دې سړه خونه کې به وساتل شي او بیا بسته بندي او پروسس شي.
د افغانستان دولت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو دوه اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو او تر هغه وروسته د پروان، میدان وردګ او تخار په ولایتونو کې هم د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS