کندهار کې د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو چارې بشپړ شو

mail-admin
Wed, Apr 15 2020 5:07 PM
کندهار کې د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو چارې بشپړ شو


۲۷ وری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ  بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو کړی دی.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد چک ډم د ارغستان په ولسوالۍ کې شتون لري، چې ۷ کیلو متر مربع پراخوالی لري او د ۴۷ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. دغه چکډم  د ارغستان ولسوالۍ د شپږ کلیو ۱۵ زره جریبه ځمکه خړوبوي. یاد چک ډم د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی. 
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS