کاپیسا کې د یوې ستر او معياري سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
Sat, Apr 04 2020 10:12 AM
کاپیسا


۱۶ وری ۱۳۹۹
کاپیسا کې د یوزر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا دیوې ستر او معياري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
ددې سړې خونې د بنسټ ډبره د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او د کاپیسا والي عبداللطیف مراد له خوا کېښودل شو.
دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ډیزاین او د ملي تدارکاتو له خوا منظور شوې او د جوړولو چارې یې د ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې ده. په همدې توګه د جوړولو چارې یې د عملیاتي څانګې له لارې ترسره کیږي.
ټاکل شوې، چې په دې سړه خونه کې د پروسس یو مرکز هم جوړ شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې په ۱٠ ولایتونو کې ۱۲ سړې خونې، چې د هر یوه وړتیا به یو زر او ۵۰۰ ټنه وي جوړ شي.
د دغو سړوخونو د هریوه د جوړولو لګښت نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده.
دغه جوړېدونکي سړې خونې په لمریز برېښنا سمبالیږي ترڅو سوداګر او بزګرانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد سړې خونې به تر راتلونکې دوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS