خوست کې د بدلون په نوم د اوړو ميل(فابریکه) پرانیستل شوه

mail-admin
Thu, Apr 02 2020 12:55 PM
خوست کې د بدلون په نوم د اوړو ميل(فابریکه) پرانیستل شوه


۱۵ وری ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بدلون په نوم د اوړو یو میل (فابریکه) چې د ورځې د ۱۶ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري پرانیسل شوی دی.
د اړو دغه پرانیستل شوی ميل د یو خوستوال سوداګر په پانګونه جوړه شوې، چې د ورځې ۱۶ ټنه اوړه تولیدوي.
د اوړو د یاد میل په پرانیست غونډه کې د خوست والي محمدحلیم فدایي وویل، چې په یاده فابریکه لس ملیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په لومړی پړاو ک ۱۶ ټڼه اوړه تولیدوي، چې وروسته به ددې میل د اوړو تولید ۴۰ ټنو ته ورسیږي، چې دا به په خوست کې د اوړو په بیو مثبت اغېزه ولري.
ښاغلی فدایي وویل، چې ددې فابریکې اهمیت په دې کې چې له خپلو شته وړتیاوو ګټه اخلو او په دې سختو شرایطو کې چې د کرونا له امله د اوړو بیې پورته شوي، د خلکو ملاتړ کوي او هره ورځ به بازار ته ۱۶ ټنه اوړه وړاندې کوي.
والي وویل چې موږ باید په خپله خاوره، په خپلو لاسونو، خپلو خلکو ته کار پیدا کړو او دا د پیاوړي اقتصاد غوښتنه ده، نو ددې لپاره باید دولتي، خصوصي او مدني سکتور چارې سره همغږي کړو.
د خوست والي وویل، چې په نوي روان کال کې زموږ لومړیتوب د خصوصي سکتور پیاوړتیا او دوی ته د لازم کاري چاپېریال رامنځ ته کول دي، زه له ټولو سوداګرو او پانګوالو سره یو ځل بیا هم ژمنه کوم، چې ټول اسانتیاوې درکوو، خو په دې شرط چې پانګونه وکړئ او خلکو ته کار پیدا کړئ.
حلیم فدایي وویل، دا چې د کرونا ویروس له امله د اوړو نرخونه اغېز من شوي ددې فابریکې په فعالیت سره به په بازار کې د اوړو په نرخونو مثبت اغېز وکړي او زه په سوداګرو او هټیوالو غږ کوم، چې لوړې بیې او احتکار ګناه ده نو سوداګر دې په احتکار او لوړو بیو ولس نه ځوره وي.
د بدلون د اوړو فابریکې یو تن مسول ډاکتر محمد عزیز محسن په خپلو خبرو کې له حکومت څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې په دې ولایت کې د پانګونې زمینه برابره کړه او  دوی یې پانګونې ته هڅولي دي.
محسن وویل چې د دوی فابریکه به د غنمو د حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو څخه په مناسبه بیه غنم رانیسي او وروسته به یې د اوړو په ډول په مناسبه بیه خلکو ته وړاندې کوي، چې دا مهال هم په کافي اندازه غنم لري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS