جمهوررئیس غني د نوي کال او پسرلي په هرکلي یو نیالګی کېنوه

content_admin
Sun, Mar 22 2020 1:25 PM
جمهوررئیس غني د نوي کال او پسرلي په هرکلي یو نیالګی کېنوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن سهار د نوي کال او پسرلي د هرکلي په مناسبت، د جمهوري ریاست په محوطه کې یو نیالګی کېنوه او د زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا چارو او د بېوزلۍ کمولو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د کابینې یو شمېر غړو د جمهوررئیس ملتیا کوله، جمهوررئیس وویل، د خدای (ج) په حکم نن طبیعت بېرته ژوندی شوی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هیواد په شنه کېدو کې برخه واخلي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېر کې د افغانستان اویا سلنه ځنګلونه شنه وو، خو د جګړو او بدبختیو د دوام له وجې د دغو ځنګلونو ډېره برخه لمنځه ولاړه. اوس زموږ دنده ده چې دغه ځنګلونه بېرته احیا او خپل هیواد شین کړو.

جمهوررئیس غني د ډاکتر تتسو ناکامورا کارنامو ته په اشارې وویل، ډاکتر ناکامورا په افغانستان کې د ځنګلونو جوړولو نوې طریقه بنسټیزه کړه. افغان ملت باید د هغه کارنامې او طریقې تعقیب کړي. هغه زیاته کړه، نوې طریقې چې د جاپانیانو له لوري تجربه شوې دي، ښیي چې ځنګلونه په دوو کلونو کې شنه کېږي، ښه بېلګه یې د افغانستان په ختیځ کې ګمبیري دښته ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت او مهارولو لپاره درې میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د اوبو د مدیریت پنځه کلن پلان هم جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې اوبه ذخیره کېږي شاوخوا سیمې یې باید شنې شي.

د هیواد جمهوررئیس د کرونا وایروس خپرېدو ته په اشارې وویل، د افغانستان تاریخ ښیي چې کله هم زموږ هیواد له کومې ستونزې سره مخ شوی، ستونزه په یووالي او تدبیر حل شوې ده. کرونا وایروس یوه نړیواله فاجعه ده، خو موږ غښتلی ځواک لرو چې د دغه ځواک په انسجام سره کولای شو د کرونا وایروس فاجعه مهار کړو.

جمهوررئیس غني د هیواد علمای کرامو ته په خطاب کې وویل، په دې حساس وضعیت کې د هیواد علما باید د خلکو رهبري پر غاړه واخلي او خلک دې هم له علمای کرامو سره ودرېږي. هغه زیاته کړه: د خدای (ج) حکم او د نبي کریم (ص) طریقه دا ده، په هر ځای کې چې وبار راشي، باید هلته جدي تدابیر ونیول شي او هیڅوک دې بل څوک په خطر کې نه اچوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS