د هېواد ټولو خبریالانو ته د خبریال ورځ مبارک

mail-admin
Tue, Mar 17 2020 3:52 PM
روز خبرنگار به همه‌ی خبرنگاران کشور مبارک

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد ټولو خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او ټولو رسنیو ته د خبریال د ورځې مبارکي وایي.
له ګڼو ستونز او ننګونو سره سره، خبریالان اطلاعات او مالومات تر خلکو رسوي او دې کارته ژمن دي او په پوره اخلاص او مینه تل هلې ځلې کوي، چې د رسنیو له لارې خپلې دندې پر مخ یوسي. موږ د کرنې په وزارت کې د خبریالانو کړنې ستایو او ځای لري، چې د هغو ټولو خبریالانو چې د پرمختیایي خبرونو د پوښښ لپاره او د کرنې د سکټور د ودې په موخه راپورونه او خبرونه جوړوي د زړه له کومې مننه وکړو.
موږ د کرنې په وزارت کې چټک پر وخت او نا محدود اطلاع رسونې ته باورمند یو او زموږ د ویندوی دفتر له کوم محدودیت پرته د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ویوونکی وه او دی او تل خبریالانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
هیله موداده لکه څنګه چې، افغانستان د سیمې په کچه د بیان د ازادی په برخه کې تر ټولو ښه هېواد دی، د روسنیو د کړنو او خبریالانو لپاره له نن څخه لاډېر ښه هېواد شي او زموږ په هېواد کې رسنیزې کړنې له نن څخه لا ډېر ښه، په معیار برابر او د بیان د ازادی غږ تل وچت وي.
په درنښت
نصیر احمد درانی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS