میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

mail-admin
Sun, Nov 29 2026 10:54 AM
میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د شاکابل په سیمه کې د اوبو یو زېرمتون، چې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» تر چتر لاندې، د کرنې ریاست په همکارۍ او د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد زېرمتون د جوړولو موخه د سیمې اوسېدونکو ته د کرنې، مالدارۍ او څښاک لپاره د پاکو اوبو برابرول او د اوبو سرچینو ته د خلکو د لاسرسي اسانتیا ده. له دې زېرمتون څخه به د سیمې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ ګټه واخلي.
د یاد زېرمتون د پرانیستې په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد رحیم نعماني ګډون کړی و. نوموړي د سیمې له مشرانو سره په خبرو کې د عامه ګټو د ورته پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغو پروژو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د سیمې اوسېدونکي به د دې زېرمتون په فعالېدو سره د کرنیزو فعالیتونو، مالدارۍ او ورځنیو اړتیاوو لپاره د اوبو له برابر شوي ظرفیت څخه ګټه پورته کړي.
د اوبو زېرمتونونو جوړول او د اوبو د سرچینو مدیریت د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د ودې، د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو د اړتیاوو پوره کولو او د پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري. دا ډول پروژې د اوبو د کمښت د ستونزو په راکمولو او د کلیوالي ټولنو د ژوند د کچې په ښه کولو کې مرسته کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS