هلمند کې ۵۵۵ کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق او د طبق واکسین کمپاین له بهیر څخه څارنه وشوه

mail-admin
Thu, Nov 26 2026 9:46 AM
https://www.youtube.com/watch?v=XYDe_6RuiKQ

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د دغه ولایت په باغران ولسوالی کې ۵۵۵ کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شوی او په مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو د طبق ناروغۍ د واکسین کمپاین له بهیر څخه څارنه ترسره شوې ده.
د باغران ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د واکسین تطبیق لړۍ د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې ده. یاده پروسه د باغران ولسوالۍ د ترویج مدیر الحاج مشر مولوي صاحب تر څارنې لاندې، د ډاکټر عبدالواسع له لوري عملي شوې ده.
د دغه واکسین اساسي موخه د څارویو د ساري ناروغیو مخنیوی، د هغوی د روغتیا ساتنه، د ناروغیو د خپرېدو د خطر کمول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی بلل کېږي.
بل لور ته، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس الحاج قاري محمدنسیم عبدالرحمن صاحب په لارښوونه، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د آمر محمد یعقوب (حاجي خالد) صاحب تر څارنې لاندې، د یاد آمریت د مدیرانو په ملتیا، د لښکرګاه ښار په مرکز کې د طبق واکسین کمپاین له بهیر څخه نظارت ترسره شوی دی.
دغه کمپاین د خوړو نړیوال سازمان (WFP) او د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ګډې همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې روان دی. د څارنې موخه یې د واکسین د کیفیت ډاډ ترلاسه کول، د واکسین د سم او معیاري تطبیق ارزونه او د کمپاین د چارو لا اغېزمن ترسره کېدل دي.
د څارویو د ساري ناروغیو مخنیوی د مالدارۍ د ودې، د حیواني محصولاتو د کیفیت او د مالدارانو د اقتصادي ثبات لپاره ځانګړی اهمیت لري. واکسیناسیون د حیواني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مهمو لارو څخه دی، چې د څارویو د تلفاتو په کمولو، د مالدارۍ د تولیداتو په ساتنه او د هېواد د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS