د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو ۶۱۴ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

qiam_amin
Tue, Nov 17 2026 2:56 PM
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو ۶۱۴ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویج عمومي ریاست د غله‌جاتو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي او ترویجي پروګرامونو په چوکاټ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو ۶۱۴ ننداریزې کروندې جوړې او پلې کړې دي.

دغه ننداریزې کروندې د غنمو د تولید د کچې لوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د معرفي کولو، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د دودولو او د کتاري کرنې د لاروچارو د ترویج په موخه جوړې شوې دي، څو بزګران د غنمو د تولید له کم‌لګښته او اقتصادي لارو چارو سره بلد شي.

د یاد پروګرام د پلي کېدو په لړ کې د هرې ننداریزې کروندې لپاره د غنمو اصلاح شوي تخمونه، د «ډي‌اې‌پي» کیمیاوي سره، د یوریا سره او د کتاري کرنې د طریقې د پلي کولو اړین وسایل او امکانات په پام کې نیول شوي دي. دغه توکي او امکانات د ولایتونو د کرنې ریاستونو له لارې بزګرانو ته ورکړل شوي، څو هغوی په عملي توګه د کرنې له معیاري لارو چارو سره بلد شي او پایلې یې له دودیزو کرنیزو طریقو سره پرتله کړي.

د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو او پلي کولو بهیر د مرکزي تخنیکي ټیمونو او د ولایتونو د کرنې ریاستونو د کارکوونکو په حضور او څارنه کې ترسره شوی دی. ترڅنګ یې هڅې شوې دي، چې د اصلاح شویو تخمونو او نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د منلو په برخه کې د بزګرانو د پوهاوي او باور کچه لوړه شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ورته ترویجي پروګرامونو په پلي کولو سره هڅه کوي، چې په هېواد کې د غنمو د تولید کچه لوړه، د کرنیزو محصولاتو کیفیت ښه، د تولید لګښتونه کم او د کرنې د معیاري لارو چارو کارونه پراخه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS