د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 2:44 PM
د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د عیدګاه په سیمه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته په رسمي ډول ولېږدول شوه.
د کرنې وزارت د ځمکو د لېږد او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د یوه ګډ تخنیکي پلاوي په حضور کې د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې یاد ریاست له دې ځمکې څخه د یوې دیني مدرسې د جوړولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د امارتي ځمکو د قانوني او اداري چارو د تنظیم او د اړوندو ادارو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپلې چارې ترسره کوي. څو میاشتې وړاندې هم د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کې ۲.۵ جریبه امارتي ځمکه د امارتي شرکتونو ریاست د ودانۍ جوړولو په موخه یاد ریاست ته لېږدول شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS