د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د سمرقند ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 9:47 AM
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د سمرقند ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ازبیکستان د سمرقند ولایت له والي سره وکتل او دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او له کرنې سره د اړوندو صنعتونو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د سمرقند ولایت د چارواکو له تود هرکلي او مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او دیني اوږدمهالو اړیکو له امله، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه شته.
نوموړي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د افغانستان پراخو ظرفیتونو او په دې برخو کې د ازبیکستان د تجربو په یادولو سره، د تخنیکي تجربو تبادله، د پوهې او ټکنالوژۍ لېږد، د متخصصینو روزنه، د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ همکاري د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال همدارنګه د سمرقند ولایت والي ته بلنه ورکړه، چې د کرنې او مالدارۍ برخو د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي، څو په دغو برخو کې د افغانستان له ظرفیتونو، امکاناتو او پانګونې فرصتونو څخه له نږدې لیدنه او معلومات ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د سمرقند ولایت والي له دې بلنې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د متخصصینو له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي او د ګډو همکاریو زمینه به له نږدې وارزوي.
د سمرقند والي همدارنګه د تخنیکي تجربو د تبادلې، د مسلکي کادرونو د روزنې، د پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد او د دواړو هېوادونو د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو په برخو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان او ازبیکستان د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا هڅې کوي او تمه ده، چې دا ډول لیدنې د کرنې، مالدارۍ او له دغو برخو سره د اړوندو صنعتونو په برخو کې د عملي همکاریو او ګډې پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS