هلمند کې د خرما بڼونو د پراختیا په موخه هڅې؛ موسی‌کلا کې د ۵۰ کورنیو لپاره سروې پیل شوه

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 9:42 AM
هلمند کې د خرما بڼونو د پراختیا په موخه هڅې؛ موسی‌کلا کې د ۵۰ کورنیو لپاره سروې پیل شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خرما بڼونو د ترویج او پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه هڅې کوي او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو زمینه برابروي.
په همدې لړ کې، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د موسی‌کلا ولسوالی په اړوندو سیمو کې د بشري مرستو مؤسسې له لوري د ۵۰ کورنیو لپاره د خرما بڼونو د جوړولو په موخه د سروې لړۍ پیل شوې ده.
یاده سروې د یوې ګډې کمېټې په ګډون ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې د اړوندو کورنیو او د هغوی د ځمکو وضعیت وارزول شي، څو د ټاکل شویو معیارونو له مخې مستحقې کورنۍ په دغه پروګرام کې شاملې او د خرما بڼونو د جوړولو لپاره وټاکل شي.
د دغه پروګرام موخه د خرما بڼونو ترویج او پراختیا، د بڼوالۍ د دود پیاوړتیا، د کرنیزو فعالیتونو پراختیا او د بزګرانو لپاره د دوامدارو عایداتي سرچینو برابرول دي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د اړوندو مؤسسو په همکارۍ د خرما بڼونو د جوړولو او پراختیا پروګرامونه په دغه ولایت کې پراخ کړي، څو له یوې خوا د خرما تولید ته وده ورکړل شي او له بلې خوا بزګران د بڼوالۍ له لارې خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.


تلاش‌ها برای گسترش باغ‌های خرما در هلمند؛ آغاز سروی برای ۵۰ خانواده در ولسوالی موسی‌قلعه
۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند به‌منظور ترویج و گسترش باغ‌های خرما، رشد باغداری و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان تلاش می‌کند و در این زمینه با همکاری مؤسسات کمک‌رسان، زمینه تطبیق برنامه‌های انکشافی را فراهم می‌سازد.
در همین راستا، در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت هلمند، روند سروی برای ایجاد باغ‌های خرما برای ۵۰ خانواده در مناطق مربوط ولسوالی موسی‌قلعه، از سوی مؤسسه کمک‌های بشردوستانه آغاز شده است.
این سروی با اشتراک یک کمیته مشترک انجام می‌شود که در جریان آن وضعیت خانواده‌های مربوط و زمین‌های‌شان ارزیابی خواهد شد تا خانواده‌های مستحق بر اساس معیارهای تعیین‌شده، در این برنامه شامل و برای ایجاد باغ‌های خرما انتخاب شوند.
هدف از این برنامه ترویج و گسترش باغ‌های خرما، تقویت فرهنگ باغداری، توسعه فعالیت‌های زراعتی و فراهم‌سازی منابع درآمدی پایدار برای دهقانان است.
ریاست زراعت هلمند تلاش می‌کند با همکاری مؤسسات مربوط، برنامه‌های ایجاد و توسعه باغ‌های خرما را در این ولایت گسترش دهد تا از یک‌سو تولید خرما افزایش یابد و از سوی دیگر، دهقانان از طریق باغداری وضعیت اقتصادی خود را بهبود بخشند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS