هلمند ته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس په مشرۍ د ګډ پلاوي سفر

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 2:12 PM
هلمند ته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس په مشرۍ د ګډ پلاوي سفر

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ یو ګډ پلاوی هلمند ولایت ته سفر وکړ.

په دغه ګډ پلاوي کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت استازي محمدآجان منګل، د ښاروالیو چارو د انسجام لوی ریاست د املاکو او پانګونې د جلب رییس محمدحسن کریم، د ښار او کور جوړولو وزارت استازي مولوي سمیع‌الحق محمدي، د تصفیې ریاست کارکوونکی حافظ حیدر او د استملاک او ارزونې ریاست کارمکوونکی عبدالباري ګډون لري.

هلمند ولایت ته له رسېدو سره سم، یاد پلاوي دهلمند والي الحاج مولوي امان‌الدین منصور، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي رییس قاري محمدنسیم عبدالرحمن سره او نورو چاروکو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د پلاوي مشر د خپل کاري سفر موخې، اړوندې دندې او د اقتصادي کمېسیون د یادې مصوبې د تطبیق په اړه معلومات شریک کړل او د موضوع د تخنیکي او اداري څېړنې په تړاو یې خبرې وکړې.

دغه راز د یادو ناستو په ترڅ کې د پلاوي مشر  مولوي محمود مظلوم وویل، چې هلمند ته د دوی د سفر اساسي موخه د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې اړوند د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د لومړۍ مصوبې د درېیم بند تطبیق دی، چې په ترڅ کې به یې د لښکرګاه ښار اړوند د صافیانو (اس درې) سیمې د (اچ ،جي ) مارکیټونو د ځمکو موضوع له اړوندو اسنادو، شواهدو او تخنیکي معلوماتو سره سم وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې ګډ پلاوی به د اړوندو ادارو په همغږۍ د یادې موضوع د څېړنې او د قانوني او اداري پړاوونو د بشپړولو په موخه خپل کارونه ترسره کړي.

د هلمند ولایت والي مولوي امان‌الدین منصور راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د یادې موضوع د څېړنې او اړوندو چارو د ترسره کولو په برخه کې د ولایتي ادارې له لوري د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ګډ پلاوي سفر د اړوندو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د امارتي ځمکو د موضوعاتو د کره څېړنې او د اقتصادي کمېسیون د مصوبو د تطبیق په موخه ترسره شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS