کندهار کې له ۹ زرو څخه ډېرو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

qiam_amin
Tue, Nov 10 2026 10:28 AM
کندهار کې له ۹ زرو څخه ډېرو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د دودولو او د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت په نهو ولسوالیو کې ۹ زره او ۱۵۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» مالي ملاتړ او د کندهار کډوالو مؤسسې «کې‌آراو»په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ۹ زره او ۱۵۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې له ۶ زرو بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د پېرلو په برخه کې ۵۰ سلنه مالي مرسته شوې او له ۳ زره او ۱۵۰ نورو بزګرانو سره سل سلنه مرسته شوې ده.

د یادې مرستې له مخې، د ډنډ، دامان، ارغنداب او لوړ میوند ولسوالیو په هره یوه کې له ۱۵۰۰ بزګرانو، د نېش، میانشین، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو په هره یوه کې له ۵۰۰ بزګرانو او د کښته میوند ولسوالی له ۱۱۵۰ بزګرانو سره مرسته شوې ده. هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوې ده.

د دې مرستې موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د کارونې پراختیا، د معیاري کرنیزو طریقو دودول او د لږې کرنیزې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کولو ته زمینه برابرول دي.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په همغږۍ او د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او څلورو ولسوالیو له ۱۶۵ بزګرانو سره د اصلاح شویو ماشو د تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS