ننګرهار کې د ګنیو د حاصلاتو د ۲۰ سلنه زیاتوالي اټکل شوی؛ سږ کال به څه باندې ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي

qiam_amin
Mon, Nov 09 2026 2:40 PM
ننګرهار کې د ګنیو د حاصلاتو د ۲۰ سلنه زیاتوالي اټکل شوی؛ سږ کال به څه باندې ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د مسلکي روزنې په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د ګنیو په تولید کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې ۱۸۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وايي، چې ګني د دغه ولایت په بهسود، کامې، کوز کونړ، سره‌رود، ګوشتې، بټي کوټ، لعلپورې، غني‌خېلو او مومندرې ولسوالیو کې کرل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې پر ۱۵ زره او ۹۸۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي وو، چې له دغو ځمکو څخه ۱۵۰ زره او ۷۷۸.۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و. د تېر او روان کال د حاصلاتو پرتله ښيي، چې سږ کال د ګنیو په تولید کې شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د کرنې ریاست د ولسوالیو اړوند کارکوونکو د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د ګنیو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، ۹ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته د ګنیو د کښت، روزنې، نرمکارۍ، اړینو کرنیزو عملیاتو، د ناروغیو د مخنیوي او نورو اړوندو برخو کې روزنې ورکړې دي.

ګني د صنعتي او اقتصادي ارزښت لرونکو کرنیزو نباتاتو له ډلې څخه دی، چې د بورې او نورو خوراکي توکو په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي. د ګنیو د کښت پراختیا، د اصلاح شویو کرنیزو لارو چارو پلي کول او بزګرانو ته د مسلکي روزنو برابرول د دې نبات د تولید او کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتي ریاستونو له لارې هڅه کوي، چې د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه، د بزګرانو عواید زیات او د هېواد د کورني تولید کچه پیاوړې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS