هلمند کې د کبانو او چرګانو د سکتورونو د ستونزو او بازارموندنې په اړه جلا غونډې وشوې

qiam_amin
Mon, Nov 09 2026 2:33 PM
هلمند کې د کبانو او چرګانو د سکتورونو د ستونزو او بازارموندنې په اړه جلا غونډې وشوې

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د کبانو او چرګانو د سکتورونو د وضعیت ارزونې، د فعالینو د ستونزو اورېدو او د بازارموندنې د پراختیا په موخه له اړوندو اتحادیو سره جلا ناستې ترسره شوې.

په دغو ناستو کې د یاد آمریت آمر، محمدیعقوب حاجي خالد، د کبانو د ټولنې له رییس او همدارنګه د چرګانو د ټولنې له رییس، حاجي عبدالستار نظري او مرستیال، دلاور فردیس سره لیدنې وکړې او د یادو سکتورونو د تولید، بازارموندنې او پر وړاندې د شته ستونزو په اړه یې خبرې او هر اړخیز بحثونه وکړل.

د کبانو د ټولنې رییس په دې ناسته کې وویل، چې د هلمند ولایت لوی کبان اوس د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، چې دا د کبانو د تولید او بازارموندنې د پراختیا څرګندونه کوي. نوموړي د کبانو د پلور، لېږد او بازار ته د محصولاتو د رسولو په برخه کې شته ستونزې هم شریکې کړې.

همدارنګه، د چرګانو د ټولنې رییس او مرستیال د چرګانو د فارمونو د فعالیت، کورني تولید، بازارموندنې او د یاد سکتور د فعالینو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او د کورني تولید د پیاوړتیا او بازار ته د محصولاتو د ښه وړاندې کولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مالدارۍ او چرګانو روزنې او همدارنګه د کبانو د تولید پراختیا د هېواد د کرنیز اقتصاد، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د خلکو د غذایي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې هڅه کوي، چې د مالدارۍ بېلابېل سکتورونه پیاوړي، د تولید کوونکو ستونزې حل او د کورنیو محصولاتو لپاره د بازارموندنې مناسبې زمینې برابرې کړي.

په پای کې د یادو سکتورونو د لا پیاوړتیا، د شته ستونزو د حل، د تولید او بازارموندنې د پراختیا او له اړوندو مسلکي ټولنو سره د همغږۍ او همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS