روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Nov 08 2026 9:19 AM
روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲۰۰ زره غټو او کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طبق «اف‌ام‌ډي» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین د پرانیستې مراسم د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چرمګر په سیمه کې ترسره شول، چې د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد، د حیواني روغتیا عمومي مدیر غلام فاروق محمدي، د حیواني کلینیکونو د ارزونې او څارنې مدیر محمدنسیم رافع او د اپیدیمولوژۍ مدیر رحمت‌الله صمیم په کې ګډون درلود.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به د روزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۸۸ زره غټ شخوند وهونکي څاروي (غواګانې) او ۱۱۲ زره کوچني شخوند وهونکي څاروي (پسونه او وزې) د طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري د طبق ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د غټو او کوچنیو څارویو لپاره د «اف‌ام‌ډي»  واکسین مرسته شوې وه، چې له دې ډلې یې ۱۹ ډوله واکسینونه مخکې د خصوصي سکټور حیواني ډاکټرانو ته هم وېشل شوي وو.
طبق «اف‌ام‌ډي» یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې غټ او کوچني شخوند وهونکي څاروي پرې اخته کېږي او د څارویو روغتیا، تولیداتو او د مالدارانو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین تطبیق د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
تمه ده، چې د دغه واکسین کمپاین په بشپړېدو سره به د روزګان ولایت د ګڼ شمېر څارویو روغتیا خوندي، د حیواني محصولاتو تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې به مالدارانو ته د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.


آغاز کمپاین تطبیق واکسین ضد بیماری تب برفکی برای ۲۰۰ هزار رأس مواشی در ارزگان
۱۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین ضد بیماری تب برفکی (FMD) برای حدود ۲۰۰ هزار رأس مواشی بزرگ و کوچک نشخوارکننده، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان و با همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت آغاز شد.
مراسم افتتاح این کمپاین در منطقه چرمگر مربوط مرکز ولایت ارزگان، ترینکوت، برگزار شد که در آن مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ارزگان، غلام‌فاروق محمدی مدیر عمومی صحت حیوانی، محمدنسیم رافع مدیر ارزیابی و نظارت کلینیک‌های حیوانی و رحمت‌الله صمیم مدیر اپیدمیولوژی اشتراک داشتند.
قرار است در جریان این کمپاین، ۸۸ هزار رأس مواشی بزرگ نشخوارکننده شامل گاو و ۱۱۲ هزار رأس مواشی کوچک نشخوارکننده شامل گوسفند و بز در مرکز و ولسوالی‌های ولایت ارزگان در برابر بیماری تب برفکی واکسین شوند.
گفتنی است که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری تب برفکی، واکسین‌های این بیماری را برای مواشی بزرگ و کوچک کمک کرده بود که از این میان، پیش از این ۱۹ نوع واکسین نیز به داکتران حیوانی سکتور خصوصی توزیع شده بود.
بیماری تب برفکی (FMD) یک بیماری ویروسی و ساری است که مواشی بزرگ و کوچک نشخوارکننده به آن مبتلا می‌شوند. این بیماری بر صحت حیوانات، تولیدات مالداری و وضعیت اقتصادی مالداران تأثیر منفی می‌گذارد. تطبیق واکسین در برابر این بیماری نقش مهمی در جلوگیری از گسترش آن و حفظ سلامت مواشی دارد.
انتظار می‌رود با تکمیل این کمپاین، صحت شمار زیادی از مواشی در ولایت ارزگان تأمین، تولید محصولات حیوانی افزایش و وضعیت اقتصادی مالداران بهبود یابد. همچنان، در جریان این کمپاین به مالداران در زمینه پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی آگاهی‌دهی نیز صورت خواهد گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS