د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ

mail-admin
Sat, Nov 07 2026 9:43 AM
معین زراعت و مالداری در رأس یک هیئت رسمی عازم اوزبیکستان شد

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ نن دغه هېواد ته روان شو.
په دغه پلاوي کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې وزارت د کرنیزو ترویجي چارو د لوی ریاست سلاکار ډاکټر روح‌الله فضلي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مرستیال  میرویس حاجي‌زاده او د یادې خونې د نړۍوالو اړیکو رییس  امید حیدري هم ګډون لري.
ټاکل شوې، چې دغه سفر د ۲۰۲۶ میلادي کال د نومبر له ۷مې تر ۱۲مې نېټې پورې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې دواړه لوري د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د عملي هوکړه‌لیکونو د تعقیب په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
دغه سفر د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو او دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS