د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sun, Nov 01 2026 11:20 AM
د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ، د روزګان ولایت دهراود ولسوالی ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، هر مستحق کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم ۵۰ کيلو ګرامه سپېنه سره ۵۰کيلو ګرامه توره سره ورکول کېږي، څو بزګران وکولای شي د کرنې په برخه کې له اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه واخلي او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره شي.
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د اړوندو مؤسسو له فعالیتونو هرکلی کوي او هڅه کوي چې د کروندګرو ستونزو ته د رسېدنې او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره د همغږۍ له لارې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شویو تخمونو کارول د کرنیزو حاصلاتو د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS