بغلان کې یوشمېر بزګران او زده کړیالان د شنوخونو په برخه کې وروزل شول

mail-admin
Thu, Oct 29 2026 1:26 PM
آموزش شماری از دهقانان و محصلان در بخش کشت گلخانه‌ای در بغلان

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د شنو خونو د نوې کرنې د ترویج او د بزګرانو د تخنیکي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۲۰ بزګرانو ته روزنیز پروګرام جوړ شو.
د یاد ریاست د کنېزو چارو عمومي مدیر عبدالله نیازي وایي، دغه روزنیز پروګرام د کرنې ریاست په انګړ کې د ترکیې هېواد د تیکا دفتر له لوري په جوړو شویو دوو شنو خونو کې ترسره شو.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده، چې د روان کال په اوږدو کې د آغاخان بنسټ له لوري یادو ۲۰ بزګرانو ته شنې خونې جوړې شي. له همدې امله، هغوی ته د شنو خونو د معیاري مدیریت او د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د کارولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنیز پروګرام کې د شنو خونو د کرنې نوې لارې چارې، د اوبو لګولو مدیریت، د نباتاتو د تغذیې اصول او د کرنیزو افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لارې چارې په عملي ډول ګډونوالو ته تشریح شوې.
د یاد پروګرام موخه د شنو خونو د کرنې دودول، د اوبو له سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول او د بزګرانو د تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
همدارنګه د سرپل ولایت د پوهنتون د کرنې پوهنځي ۲۰ محصلینو ته هم د علمي سفر په ترڅ کې په بغلان کې د شنو خونو د کرنې، مدیریت او تولید په اړه ورته روزنه ورکړل شوه.
د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول کولای شي د کرنې د نوې ټکنالوژۍ په دودولو، د بزګرانو د تولیداتو په زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو په کیفیت لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS