نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Wed, Oct 28 2026 11:05 AM
نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې ۱۰۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو، یوریا او «ډي‌اې‌پي» کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د وېش د پیل په مراسمو کې د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د نورګرام ولسوال مولوي غلام قادر حیدري، د کرنیزو خدماتو مدیر او د «اې‌وای‌اس‌او»  مؤسسې همکارانو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال د نورستان د کرنې رییس بزګران وهڅول چې اصلاح شوي تخمونه په مناسب وخت کې وکري او د کرنیزو محصولاتو د ښه حاصل ترلاسه کولو لپاره یې په سمه توګه پالنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرستې د اړمنو کورنیو او بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د کرنې د ودې او د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه ترسره کېږي.
د یاد پروګرام له لارې به د کامدېش او نورګرام ولسوالیو ۱۰۰۰ مستحق بزګران له کرنیزو مرستو څخه برخمن شي.


آغاز روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی برای صدها دهقان مستحق در نورستان
۶ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان با هماهنگی اداره زراعت و خوراک سازمان ملل متحد (FAO) و با حمایت مالی این اداره و همکاری تخنیکی مؤسسه «AYSO» روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم، کود کیمیاوی یوریا و دی‌ای‌پی را برای یک‌هزار دهقان مستحق در ولسوالی‌های کامدیش و نورگرام این ولایت آغاز کرد.
در مراسم آغاز این روند مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، مولوی غلام قادر حیدری ولسوال نورگرام، مدیر خدمات زراعتی و همکاران مؤسسه «AYSO» اشتراک داشتند.
رییس زراعت نورستان در جریان این مراسم دهقانان را تشویق کرد تا تخم‌های اصلاح‌شده را در زمان مناسب کشت کرده و برای به‌دست‌آوردن حاصلات بهتر از محصولات زراعتی به‌گونه درست مراقبت کنند.
وی افزود که این کمک‌ها به‌منظور حمایت از خانواده‌ها و دهقانان نیازمند، تقویت فعالیت‌های زراعتی، رشد زراعت و افزایش حاصلات محصولات زراعتی صورت می‌گیرد.
از طریق این برنامه یک‌هزار دهقان مستحق در ولسوالی‌های کامدیش و نورگرام از کمک‌های زراعتی مستفید خواهند شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS