کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

mail-admin
Wed, Oct 21 2026 3:55 PM
اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي لوی رییس حاجي خان محمد فروتن، د یادې خونې مرستیال حاجي میرویس حاجي‌زاده، یو شمېر پانګوالو او د نور هېواد شرکت مسوولینو هم ګډون کړی و او د سړو خونو په برخه کې یې د پانګونې د ارزښت په اړه ویناوې وکړې.
مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د ضایعاتو د مخنیوي او د بازار د مدیریت لپاره د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه وبللې او په دې برخه کې یې له پانګوالو او سوداګرو څخه د کرنې وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د سړو خونو د ظرفیت په زیاتېدو سره به د بزګرانو د محصولاتو د ساتنې او بازار ته یې د مناسبې عرضې زمینه برابره شي او همدارنګه به د صادراتي لارو د تړل کېدو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي لوی رییس حاجي خان محمد فروتن وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۱۶ سړې خونې جوړې شوې دي او د یو شمېر نورو د جوړولو چارې هم روانې دي. نوموړي د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د بازار د پیاوړتیا په موخه په دې برخه کې د پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.
د نور هېواد شرکتونو د ګروپ رییس هېواد نور هم د دغې سړې خونې د جوړولو موخه د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخیستل او د بزګرانو ملاتړ وباله او د یاد شرکت له لوري یې د نورو سړو خونو د جوړولو له پلانونو خبر ورکړ.
د نور هېواد سړه خونه د شپږو بسوو ځمکې په ساحه کې، په درېیو پوړونو کې، د یو نیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې تر شپږو میاشتو پورې د مېوو او سبو د ساتنې وړتیا لري.
همدارنګه، یاد شرکت د کابل په شیوکي سیمه کې د یوې بلې لویې سړې خونې د جوړولو چارې هم پیل کړې دي، چې تر اوسه یې ۳۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. دغه سړه خونه د اوو جریبو ځمکې په ساحه کې، د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د ۱۰ زره ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت به ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS