هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

mail-admin
Tue, Oct 20 2026 3:14 PM
برداشت ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در کشور؛ افزایش ۱۳.۴ درصدی نسبت به سال گذشته

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو شمېرو له مخې، روان کال په هېواد کې پر ۱.۹۷ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۶۲۵ زره هکټاره للمي ځمکه وه.
د کرنې وزارت متخصصین پر وخت ورښتونه، په ځانګړې توګه په للمي سیمو کې، د کرنیزو ځمکو د سیمې پراخوالی او د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، په روان کال کې د غنمو د تولید د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او په دې برخه کې ځان‌بسیاینې ته د رسېدو په موخه پراخې هڅې کوي. په دغو هڅو کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د کرنې او حاصلاتو راټولولو د عصري لارو چارو او وسایلو دودول، له نباتي آفتونو او ناروغیو سره مبارزه، د بزګرانو روزنه او د نورو کرنیزو خدمتونو وړاندې کول شامل دي.
له دې سره سره، په روان کال کې د هېواد د غنمو مصرفي اړتیا ۷.۰۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې ده. په هېواد کې د ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنمو تولید ته په پام سره، د بازار د اړتیاوو یوه برخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په هېواد کې پر ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو او د دغه محصول ټولیز تولید ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی و.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS