پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
Sun, Mar 01 2020 3:27 PM
پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

۱۱ کب ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د «IRC» موسسې په همکارۍ ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پر ۱۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو د کورنیو باغچو اړوند ۱۵ توکي وېشلي دي.
د کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد الدین مومند وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کیږي.
د کورنیو باغچو اړونده دغه توکي د پکتیا ولایت احمداباد او سیدکرم ولسوالیوکې پر ۱۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو وېشل شوي دي.
سربېره پر دې، چې دغه کورني باغچې د بې وزلو او بې سرپرستو مېرمنو لپاره د عاید ښه سرچینه ده، په کورنیو کې د خوراکي تنوع ښه عامل هم کڼل کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS